pashto poetry

 

لۀ زړګي چې وينه وڅڅؤم بېت شي  زمانې زما نقصان ته خو خيال وکړه  ايوب صابر    ستا د غم د ګټې نه خبر دي څوک  راشه زۀ پرې څومره شاعري کؤم  امجد شهزاد    تۀ څۀ خبر يې د زړۀ سره تا ته څۀ پته ده  چې ستا صابر څومره پۀ ګرانه شاعري کړې ده  صاحب شاه صابر    د وجود لۀ کنستلو وزګار نۀ شوم  شاعري هم مسلسله کان کني ده  جاوېد احساس    ما پرې د زړۀ د وينو رنګ ونوستو  ما د غزل تقاضې سپورې نۀ کړې  صاحب شاه صابر    زيان مو ليدۀ خو بيا مو هم دا عاشقي کوله  خلقو پېسې ګټلې مونږه شاعري کوله  رياض تسنيم    درد دې شاعر کړو زمانې ته دې وروپېژندو  لالیه تا ته چې دعا نۀ کوي څۀ به کوي  رحمت الله درد    اوس مې پۀ ذهن د وحشت د بلاګانو راج دے  اوس د شعرونو ښاپېرۍ زما پۀ لور نۀ راځي  عطا الله جان    زما پۀ شعر باندې بله تبصره څۀ معنا  پکښې ځاے کړې مې د خپل دلبر ښکلا ده کۀ نۀ  خان زمان کاکړ    لا مې پرې شيندلے د زړګي د وينو رنګ نۀ دے  لا د دلربا تصوير زما نه شډل پاتې دے  کاڼي او ازغي ئې قبول کړي د سائل سره  لا خو پۀ سائل باندې ډېر حق د غزل پاتې دے  رحمت شاه سائل    څومره نسبت لري دا ستا د ګل بدنه سره  کۀ شاعري ده ګرانه او کۀ موسيقي ده ګرانه  ديدار وزير    د خيال مړز ئې ستا د خال دانې ته وچغوو  سړے استاذ ؤ شاعري ئې ځان ته اسانه کړله  اندېش شمس القمر    دروېشه ښائي تا ته دغه کار اسانه ښکاري  مګر اسانه شاعري کول اسانه نۀ وي  دروېش درانے    پۀ يبلو پښو چې پسې لاړ نۀ شې اووم اسمان ته  نۀ شاعري شي نۀ پۀ ټکو کښې تړون اسان دے  خان زمان کاکړ    پکار دے ورله برقه مناسب غوندې دکان  شعرونه هم خرڅېږي خو څۀ چل او هنر غواړي  سعد الله جان برق    ياران پۀ قافيو او رديفونو پسې ورک وو  تسنيمه چا ته ياد وو د غزل نزاکتونه  رياض تسنيم    مونږ کۀ د فن پۀ باريکياتو سترګې پټې کړلې  ځاے به جلاله بيا پۀ باب کښې د غزل هم نۀ شو  جلال خليل

Powered by Blogger.